دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال
متحده عرب امارات له خپل خاورې د ایران پر ضد پوځي کارونې رد کړه

د متحده عرب امارات د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د دلوې په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد به هېڅکله هم اجازه ورنکړي چې د خپل هوايي حريم، خاورې يا اوبو څخه د ايران پر ضد د هر ډول دښمنانه پوځي اقدام لپاره کار واخيستل شي.
ياد وزارت په يوه رسمي خبرپاڼه کې ټينګار وکړ چې د امارات دريځ د بېطرفۍ پر بنسټ ولاړ دی او موخه يې د سيمې ثبات او ارامښت ته مرسته کول دي. د دې هېواد د چارواکو په وينا، د تاوتريخوالي د زياتېدو مخنيوی د ابوظبۍ د بهرنيو چارو د پاليسۍ له مهمو لومړيتوبونو څخه دی.
امارات همدارنګه له ښې ګاونډيتوب او د هېوادونو د حاکميت درناوي له اصولو سره پر خپل ژمنتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې هر هغه هڅه کوي چې د سيمه ييزو تاوتريخوالي د کمېدو لامل شي، ملاتړ به ترې وکړي.




