ټولنه‌یزمهم خبرونه

د طالبانو د بنديخانو ادارې له سره صلیب نه د مېرمنو بنديانو د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو د بنديخانو چارو اداره وايي، د افغانستان لپاره د نړيوال سره صلیب د کمېټې استازې له دې ادارې له مرستيال سره په کابل کې ليدلي او د بنديانو، په ځانګړي ډول د ښځينه بنديانو د وضعيت په اړه يې خبرې کړې دي.

د يادې اعلاميې له مخې، د بنديخانو د چارو د پاليسۍ او مسلکي چارو مرستيال محمد بلال فاتح، د نړيوال سره صلیب د کمېټې له استازې سيلويا ايزو څخه غوښتي چې د مناسبې تغذيې د برابرولو، صحي تجهيزاتو او مرکزونو د چمتو کولو، د متخصصو ډاکترانو د ګومارنې او د ښځينه بنديانو لپاره د ښوونيزو موادو د تهيې په برخو کې مرسته وکړي.

همدارنګه ويل شوي چې د طالبانو اداره له دې نهاد څخه غوښتنه کړې ده تر څو د ښځينه بنديانو لپاره د بنسټيزو روغتيايي وسايلو او اړتياوو په برابرولو کې مرسته وکړي؛ يو موضوع چې په وروستيو کلونو کې د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو د جدي اندېښنو سبب شوې ده.

د طالبانو د ادارې په يو خبرپاڼه کې راغلي چې د نړيوال سره صلیب پلاوي په دغو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې، خو د همکارۍ د جزياتو، مهالويش او عملي څرنګوالي په اړه لا څه نه دي څرګند شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button