د هوا پېژندنې ادارې خبرداری: په اوو ولایتونو کې د باران او واورې امکان

د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې په اوو ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو امکان شته؛ داسې وضعیت چې کېدای شي د دغو سیمو د اوسېدونکو ورځنی ژوند او تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړي.
د دې ریاست د دوشنبې په ورځ (۶ دلو) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او پنجشیر هغه ولایتونه دي چې دا وړاندوینه پکې شوې ده، او تمه ده چې ورښتونه له سبا څخه پیل شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۲۵ میلیمتره وي، او د واورې ضخامت هم کېدای شي له ۱۰ تر ۲۵ سانتيمتره ورسېږي؛ دا حالت په ځانګړي ډول د غرنیو سیمو د لارو د بندېدو خطر زیاتوي.
په ورته وخت کې، د طالبانو اداره وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په ټول هېواد کې له ۶۱ زیات کسان مړه شوي دي؛ دا شمېرې یو ځل بیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د تیاري، د بحران د مدیریت پر کمزورتیا او د خلکو د خوندیتوب پر نه پاملرنې اندېښنې زیاتې کړي دي.




