ټولنه‌یزد معلوماتو ټکنالوجينړیوال

اروپایي اتحاديه په افغانستان کې د نوي کېدونکې انرژۍ پروژو ملاتړ اعلان کړ

د اروپایي اتحاديې استازولۍ په افغانستان کې اعلان کړی چې د نړيوالې پاکې انرژۍ د ورځې په مناسبت، له څو پروژو د نوي کېدونکې انرژۍ، په ځانګړې توګه د لمريزې انرژۍ، ملاتړ کوي.

دغه اداره د دوشنبې په ورځ، د دلوې پر شپږمه، په يو پيغام کې ويلي چې د اقليمي بحران او د هغه د پايلو په پام کې نيولو سره، د پايدارو حللارو پياوړتيا د لمريزې انرژۍ له لارې د اروپایي اتحاديې د ملاتړ له مهمو لومړيتوبونو څخه ده.

د نړيوالو ارزونو له مخې، افغانستان د هغو لسو هېوادونو له ډلې يو دی چې د اقليمي بدلونونو له امله تر ټولو ډېر زيانمن دی. دغه هېواد څلور کاله په پرله‌پسې ډول له سختې وچکالۍ سره مخ دی، يوه داسې وضعه چې د ميليونونو خلکو لپاره د برېښنا او پاکو اوبو ته لاسرسی لا ستونزمن کړی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو تېر کال په يو شمېر ولايتونو کې د برېښنا توليد او د څښاک اوبو د تأمين لپاره له لمريزې انرژۍ څخه ګټه اخيستې ده؛ دغه اقدامات چې د انرژۍ د پايدارو زيربناوو په نشتوالی کې تر سره شوي، د سيمه‌ييزو ټولنو د فشار د کمولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button