اقتصادمهم خبرونه

نړیوال د سرو زرو بیه د هر اونس له ۵۰۰۰ ډالرو واوښتله

نړیواله د سرو زرو بیه د نړۍ د سیاسي او امنیتي وضعیت له کبله د نښتو اندېښنو او د پانګه‌والو د خوندي شتمنیو د ترلاسه کولو له تمایل سره، خپل تر ټولو لوړ تاریخي حد ته رسېدلې ده او لومړنی ځل دی چې د هر اونس بیه له ۵۰۰۰ ډالرو اوښتې ده.

د نړیوالو بازارونو د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ، د دلوې په شپږمه نېټه، د هر اونس طلا بیه د ۱.۸۸ سلنه په زیاتوالي سره ۵۰۸۱ ډالرو او ۴۵ سنتو ته رسېدلې ده — داسې کچه چې تر اوسه د سرو زرو د معاملاتو په تاریخ کې نه وه ثبت شوې.

د مالي بازارونو شنونکي طلا د جیوپولوټیکي او اقتصادي بې‌ثباتیو پر مهال د پانګې د ارزښت د ساتلو یو مهم انتخاب بولي؛ دا هغه عامل دی چې په وروستیو ورځو کې یې د دې قیمتي فلز غوښتنه نوره هم لوړه کړې ده.

د سرو زرو د بیې له دې رواني پولي تېرېدل کولای شي د نړیوالو بازارونو، په ځانګړي ډول د اسعارو او پانګې بازارونو، پر خوځښتونو اغېز وکړي او د پانګه‌والو پاملرنه د نړۍ سیاسي او اقتصادي بدلونونو ته لا ډېره راواړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button