سياستمهم خبرونه

طالبانو په پاکستان کې وروستۍ خونړۍ حملې وغندلې

د طالبانو اداره د سه‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې په اسلام‌اباد او جنوبي وزیرستان کې وروستۍ تاوتریخوالو ډکې بریدونه وغندل او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. د دې ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دغه پېښو ته په اشارې ویلي، چې باید د دا ډول خونړیو پېښو له تکرار څخه مخنیوی وشي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یو ځانمرګی بریدګر د سه‌شنبې غرمه د اسلام‌اباد په «جي-۱۱» سیمه کې د محکمې ودانۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه، خو چې کله يې دا هڅه ناکامه شوه، نو له محکمې سره یو موټر بم چاودنه وکړه. دې برید لږ تر لږه د نهو کسانو ژوند واخیست او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.

په یوه بله جلا حمله کې چې د جنوبي وزیرستان په یوه پوځي روزنیز مرکز ترسره شوې، هم تلفات راپور شوي، خو تر دې دمه د یادې پېښې دقیق جزئیات رسماً نه دي خپاره شوي. دا سیمې له پخوا د ناامنۍ او تندلارو ډلو د فعالیتونو شاهدې پاتې شوې دي.

که څه هم د طالبانو اداره دغو بریدونو ته غبرګون ښودلی او هغوی يې غندلي، خو نړیوال او بشري حقوقي بنسټونه پر طالبانو تل انتقاد کوي چې دوی د افغانستان داخلي امنیت په ټينګه نه دی خوندي کړی او نه یې د سیمې د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه نیولې ده. همداراز، منتقدان د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د متوجه امنیتي ګواښونو اصلي لامل په کابل کې د یوه مشروع او مسئول حکومت نشتوالی ګڼي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button