مهم خبرونه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لومړنی تمرین په انډونیزیا کې ترسره شو

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې د آسیا د ملتونو د جام سیالیو کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته سفر کړی، خپل لومړنی تمرین یې په دې هېواد کې ترسره کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه تمرین نن یک‌شنبه د دلوې په پنځمه نېټه د انډونیزیا په یوه تمریناتي سالون کې ترسره شوی او لوبغاړو په تخنیکي چمتووالي او د ټیم په همغږۍ تمرکز کړی دی. د افغانستان د فوټسال ملي لوبغاړي په دې سیالیو کې د «ډي» ډلې په چوکاټ کې شامل دي؛ هغه ډله چې د سعودي عربستان، مالیزیا او ایران ټیمونه هم پکې شتون لري. د آسیا د ملتونو جام د فوټسال له مهمو قاري سیالیو څخه شمېرل کېږي، او د افغانستان د ټیم شتون په دغو سیالیو کې د دې لوبډلې لپاره یوه ښه موقع ده څو خپلې وړتیاوې وازموي او د آسیا د لوړو ټیمونو پر وړاندې تجربه ترلاسه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button