د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په ترکيه کې ۳۹ افغان کډوال نیول شوي

د ترکيې سمندري ساتونکو ويلي چې د انسان قاچاق او منظم جرمونو پر ضد د عملياتو پر مهال یې په چاناق‌قلعه ښار کې ۳۹ افغان کډوال نيولي دي. د نيول شويو کسانو له ډلې ۱۷ ماشومان هم شامل دي چې د هغوی وضعيت د چارواکو پام ځان ته اړولی دی.

د ترکيې د چارواکو په وينا، دا عمليات د هغو هڅو برخه ده چې د کډوالو له غيرقانوني سمندري تګلارو د مخنيوي لپاره ترسره کېږي؛ هغه لارې چې په وروستيو کلونو کې د ډېرو افغان اتباعو لپاره ډېره خطرناکه شوې ده.

همدارنګه د دې پېښې په تړاو يو بل تن هم د انسان د قاچاق په تور د ترکيې امنيتي ځواکونو نيولی دی. چارواکو د دغه تن د هويت او د نيول شويو کډوالو د برخليک په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.

د افغانستان د اتباعو له لوري د اروپا پر لور د ورتګ هڅو زياتوالی، په ځانګړي ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کورنيو سياسي بدلونونو او پراخو محدوديتونو وروسته، د کډوالو د امنيت او د ماشومانو د وضعيت په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button