آنروا: غزه د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو مرګونی ځای ګرځېدلی

د فلسطینی کډوالو د مرستو او کاریابۍ اداره (آنروا) وايي چې د بېساري تلفات له امله، غزه د نړۍ د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی ځای ګرځېدلی دی؛ یوه وضعه چې ازاد لاسرسی معلوماتو ته یې سخت زیانمن کړی دی.
دغه اداره د یکشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۲۵مه، په خپل رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي چې خبریالانو د ډېرو سختو شرایطو تر سیوري لاندې او په زړورتیا سره د غزې د جګړې واقعیتونه پوښي، خو له دې سره سره تر اوسه له ۲۳۰ زیات خبریالان وژل شوي دي.
آنروا زیاته کړې چې خطرونه یوازې خبریالانو ته نه دي متوجه، بلکې د بشري مرستو د سازمانونو کارکوونکي هم په غزه کې له جدي ګواښونو سره مخ دي او د دې جګړې په لړ کې یې درنه بیه پرې کړې ده.
یاده اداره د نړیوالو خبریالانو پر غزې د ننوتو د بندیز پر دوام نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا محدودیتونه د ناسمو معلوماتو د خپرېدو او د یو اړخیزو روایتونو د رامنځته کېدو لامل کېږي او د بشري وضعیت په اړه د لومړنیو معلوماتو د لاسرسي مخه نیسي.
آنروا ټینګار کړی چې دا بندیز «ډېر اوږد شوی» او د رسنیو د آزادۍ د خوندي کولو او د غزې د بشري وضعیت د سمو او خپلواکو راپورونو د وړاندې کولو لپاره یې سمدستي لغوه کول اړین دي.




