د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

جرمني له پاکستانه ۱۱ افغان پناه‌ غوښتونکي هانوفر ښار ته ولېږدول

د جرمني د کډوالو چارو ادارې نن سه‌شنبه (د لړم ۲۰مه) يوولس افغان پناه‌ غوښتونکي، چې په پاکستان کې اوسېدل، د اسلام‌اباد څخه د يوه تجارتي الوتنې له لارې د جرمني هانوفر ښار ته ولېږدول.

د جرمنۍ رسنۍ “دویچه‌وله” په ګډون يو شمېر نورو رسنيو راپور ورکړی، چې دا له هغه وخته چې د جرمني اوسني ائتلافي حکومت کار پيل کړی، پنځمه ډله افغان پناه‌ غوښتونکي دي، چې په رسمي ډول له پاکستانه جرمني ته لېږدول کېږي.

دا کسان د افغان پناه‌ غوښتونکو له هغې ډلې څخه دي، چې د جرمني د پناهندگانۍ د ترلاسه کولو لپاره يې په پاکستان کې انتظار کاوه. د رسنيو د راپورونو له مخې، د دغو افغانانو شمېر له ۱٬۹۰۰ تنو زیات دی.

ډېر شمېر دا پناه‌ غوښتونکي وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، هېواد پرېښود او اوس په نا معلوم برخليک او انتظار کې دي. د دغو کسانو د لېږد بهير د ځنډ او شفافيت د نشتوالي له امله تر انتقاد لاندې راغلی.

که څه هم لوېديځ هېوادونه، په ځانګړي ډول جرمني، د افغانستان له ناتوانو او زيانمنو وګړو سره د مرستې ژمنې کړي، خو د دغو کورنيو اوږدمهال انتظار په پاکستان او ورته نورو هېوادونو کې، د هغوی پر رواني او اقتصادي حالت سخت فشار راوستی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button