ټولنه‌یزمهم خبرونه

د کابل اوسېدونکي د کار جواز ترلاسه کولو له اوږده او پېچلي بهیر څخه شکایت کوي

د کابل ښاريان د کار د جواز د ترلاسه کولو له پېچلتیا او اوږده بهیر، او د اړوندو اداري ساحو له واټن څخه شکایت لري. دوی وايي، دغه حالت د دوی د ورځني ژوند له مهمو ستونزو څخه ګرځېدلی دی.

د دغو اوسېدونکو په وینا، هغه ادارې چې د کار جوازونو په صادروولو کې ښکېلې دي، د ښار په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري، او د دغو ادارو ترمنځ د هماغږۍ نشتوالی د خلکو سرګرداني، د وخت ضایع کېدل او د تګ راتګ لګښتونه زیات کړي دي. یو شمېر کسانو له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د یو دوسیې د بشپړولو لپاره اړ دي څو څو ځله لرې سیمو ته ولاړ شي.

ځینې اوسېدونکي وايي، د اداري اسانتیاوو نشتوالی، پېچلي مراحل او غیرشفاف چلندونه د کار جواز ترلاسه کول، په ځانګړي ډول د کارپېښو، ورځني مزدورانو او ټیټ عاید لرونکو کسانو لپاره، ستونزمن کړي دي. هغوی باور لري چې دا وضعیت د کار فرصتونه کم کړي او اقتصادي فشار یې زیات کړی دی.

په دې مهال، د اداري چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د بهیرونو ساده کول، د بروکراسي کمول او د یو منسجم میکانیزم رامنځته کول کولی شي د ښاریانو د خدماتو لاسرسی ډېر ښه کړي. خو تر اوسه د طالبانو اداره د دغو بهیرونو د اصلاح لپاره کوم عملي ګام نه‌دی پورته کړی، او دا موضوع د کابل د اوسېدونکو ترمنځ د پراخې نارضایتۍ لامل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button