د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې پر پرمختګونو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار د یوې ټیلیفوني خبرې په ترڅ کې د سیمې او نړیوالو نویو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د جنورۍ په ۲۴مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې تماس کې ښاغلي عراقچي د پاکستان له خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د ایران پر ضد د وړاندیز شوې پرېکړې مخته د منفي رأیې له ورکولو څخه مننه کړې ده.
د همدې خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرو کې د خپل هېواد پر اصولي دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلاماباد تل د هېوادونو د ملي حاکمیت درناوی او د نه لاسوهنې اصل ته ژمن پاتې شوی دی.
دا تماس په داسې حال کې ترسره شوی چې په سیمه او نړیوالو بنسټونو کې سیاسي او دیپلوماتیک بدلونونه لا هم د هېوادونو پر اړیکو او د هغوی په نړېوالو غونډو کې د ګډون پر څرنګوالي اغېز کوي.




