د نوري المالکي نوم د عراق د نوي صدراعظم په توګه وړاندې شو

د شيعه ډلو ائتلاف چې «د همغږۍ چوکاټ» نومېږي او د عراق د پارلمان ډېری څوکۍ لري، اعلان وکړ چې د دې ائتلاف نوماند د صدراعظمۍ لپاره د دغه هېواد پخوانی صدراعظم نوري المالکي ټاکل شوی دی.
دغه ائتلاف د شنبې په ورځ، د دلوې په څلورمه، په يوه اعلاميه کې وويل چې د نوري المالکي ټاکنه د هغه د سياسي او اجرايوي تجربې او هغه رول پر بنسټ شوې چې په تېرو دورو کې يې د هېواد د چارو په اداره کې درلود. په اعلاميه کې ټينګار شوی چې د همغږۍ چوکاټ موخه د يو باثباته او اغېزمن حکومت جوړول دي.
د رويټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې دا پرېکړه کولای شي د عراق د سياسي ډلو تر منځ د خبرو اترو د پيل زمينه برابره کړي، څو نوی حکومت جوړ شي. د راپور له مخې، راتلونکی حکومت به د بهرنیو اړیکو د توازن په ساتلو کې له ننګونو سره مخامخ وي، په ځانګړي ډول د امريکا متحدو ایالتونو او د ايران اسلامي جمهوريت سره د اړیکو په برخه کې.
رويټرز زياته کړې چې د راتلونکي حکومت له مهمو دندو يوه به د هغو وسلهوالو ډلو سمبالول او کنټرول وي چې په عراق کې فعالې دي؛ داسې ډلې چې ځينې يې له تهران سره نږدې اړيکې لري او کله کله له رسمي دولتي چوکاټ څخه بهر عمل کوي. دا موضوع د عراق د مرکزي دولت د واک د پياوړتيا په لاره کې له اساسي ننګونو څخه ګڼل کېږي.




