ټولنه‌یزمهم خبرونه

په استالف او موسهي کې د نجونو د زده‌کړې لپاره ډیجیټلي مرکزونه پرانېستل شول

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې په کابل ولایت د استالف او موسهي په ولسوالیو کې یې د زده‌کړې ډیجیټلي مرکزونه جوړ کړي دي. د دغو مرکزونو موخه دا ده چې نجونو ته د کمپیوټر د لومړنیو مهارتونو زده‌کړه برابره کړي.

دغه اداره د شنبې په ورځ، د دلوې په ۴مه چې له نړیوال د زده‌کړې له ورځې سره په یو وخت ده، ویلي چې یاد مرکزونه د کمپیوټر، انټرنټ، مسلکي ښوونکو او ځانګړي درسي نصاب په وسایلو سمبال شوي دي. زده‌کوونکي کولای شي د کمپیوټر د کارولو بنسټیز مهارتونه او د انلاین خوندیتوب زده کړي.

د UNDP د معلوماتو له مخې، د دغو مرکزونو له جوړېدو سره تر اوسه ۶۱ زده‌کوونکو او ۲۳ ښوونکو د ډیجیټلي مهارتونو لومړنی تعلیمي تجربه ترلاسه کړې ده. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د استالف په ښوونځي کې ۲۰ زده‌کوونکي او د موسهي په ښوونځي کې ۴۱ زده‌کوونکي په دې تعلیمي پروګرام کې برخه لري.

دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې له طالبانو د واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړې پراخ محدودیتونه لګول شوي، او له څلورو کلونو ډېر وخت کېږي چې هغوی د ښوونځیو او پوهنتونونو له تګ څخه محرومې پاتې دي؛ دا وضعیت له کورنیو او نړیوالو پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

په همدې مهال، د بریتانیا د افغانستان ځانګړي استازي ریچارد لیندسي هم د طالبانو له ادارې غوښتي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او د نجونو د زده‌کړې له سیستماتیک محرومیت سره پای ته ورسوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button