مهم خبرونه
هانسي فليک د اتلوليو ليګ د تر ټولو زيات امتيازوونکو روزونکو په سر کې راغی

د بارسلونا د فوټبال ټيم سرمربی هانسي فليک د اروپا د اتلوليو ليګ د رسمي احصايې له مخې، د هرې لوبې په منځني ډول د ۲.۳۲ امتيازونو په ګټه اخيستلو سره د دې سيالۍ د تاريخ تر ټولو زيات امتيازوونکی روزونکی اعلان شوی دی.
احصايې ښيي چې فليک د اروپا په دې تر ټولو با اعتباره کلبې ټورنمنټ کې، د نورو روزونکو په پرتله تر ټولو لوړ امتيازي موثريت ترلاسه کړی او له همدې امله په لومړۍ درجه کې ځای لري.
په دې لېست کې دوهم مقام د الماني نوموتي روزونکي يوپ هاينکس ته ورسېد، چې د هرې لوبې په منځني ډول ۲.۲۶ امتيازه لري. هغه د اروپايي فوټبال ګڼ شمېر اتلولۍ په خپل کاري تاريخ کې لري.
همدارنګه، د ارسنال اوسنی روزونکی مايکل آرتيتا د هرې لوبې په منځني ډول د ۲.۱۶ امتيازونو په لرلو سره د اروپا د اتلوليو ليګ د تاريخ د تر ټولو زيات امتيازوونکو روزونکو په دریم ځای کې راځي.




