متقي او د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير د دوهاړخيزو اړيکو او سيمهييزو بدلونونو په اړه ټليفوني خبري کړي

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي پرون (دوشنبه) له يرمیک کوشربایف، د قزاقستان د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه ټليفوني خبرو کې د دوهاړخيزو اړيکو د پراختيا، اقتصادي همکاريو او وروستيو سيمهييزو بدلونونو په اړه بحث کړی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلاميه وايي چې متقي په دې تماس کې ويلي، د دوی اداره د ديپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام ارزښت ته ژمنه ده او غواړي له سيمهييزو هېوادونو سره په نهلاس وهنې او رغوونکي همکارۍ ولاړې اړيکې ولري.
متقي زياته کړې چې له قزاقستان غوندې له ګاونډيو سره ښې اړيکې د ثبات، اقتصادي ودې او سيمهييز تفاهم لپاره د طالبانو د ادارې د ارادې څرګندونه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره په سيمهييزه کچه، په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو لکه ايران او پاکستان سره شخړو ته مخامخ شوې؛ چې پکې له پاکستان سره د سرحدي نښتو زياتېدل او ایران ته د هلمند سيند د قانوني اوبو نه رسول شامل دي، چې پراخو نيوکو راپارولي دي.
په مقابل کې، د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير د ټليفوني تماس پر مهال د طالبانو له خوا د «رغوونکي دريځ» ستاينه کړې او هيله يې ښوولې چې د اقتصادي همکاريو، متقابل اعتماد او دوامداره خبرو له لارې به سيمهييز ثبات تأمين شي.
خو ناظرين باور لري چې د طالبانو د ادارې ديپلوماتيکي ژمنې له زمکنيو حقيقتونو سره سمون نهخوري او تر هغو چې کورني سرکوونکي سياستونه او له ګاونډيو سره توند اړيکې دوام ومومي، رغوونکي تعامل ته هيلې نهشي پيدا کېدای.




