دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د امريکا نوی دفاعي ستراتېژي؛ د لوېديځ نيم‌کرې پر لور تمرکز او د ايران پر وړاندې د امنيتي دريځ دوام

د امريکا د دفاع وزارت د خپلې نوې دفاعي ستراتېژۍ په سند کې د واشنګټن د امنيتي لومړيتوبونو د بدلون اعلان کړی او ويلي دي چې د امريکا اصلي تمرکز به اوس د لوېديځ نيم‌کرې پر لور واوړي، خو منځنی ختيځ، په ځانګړي ډول ايران، به لا هم د دې هېواد په امنيتي تمرکز کې پاتې شي.

په دې سند کې ايران يو “د دوامدار ستراتېژيک ننګونې” په توګه معرفي شوی دی. د ستراتېژۍ د متن له مخې، واشنګټن ارزوي چې تهران، د تېرې لسیزې د فشارونو او کړکېچونو سره سره، هڅه کوي خپلې پوځي وړتياوې او د وسله‌والو ځواکونو جوړښت بيا ورغوي. دا ارزونه د امريکا د امنيتي دريځ په رڼا کې د منځني ختيځ د تحولاتو په اړه شوې او د دې هېواد د دوامدارو دفاعي اندېښنو څرګندونه کوي.

د امريکا دفاعي سند همدارنګه ايران او هغه سيمه‌ييز متحدان تورن کړي چې د پرله‌پسې کړکېچونو په رامنځته کولو کې لاس لري. د سند په وينا، دا حالت د واشنګټن له نظره يوازې د سيمې بې‌ثباتي نه ده، بلکې د امريکايي ځواکونو د امنيت لپاره ګواښ هم بلل کېږي. دا ادعاګانې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امريکا پوځي‌محور تګلارې تل د منځني ختيځ د کړکېچونو د زياتېدو په اړه له نيوکو سره مخ دي.

د دې ستراتېژۍ په بل برخه کې، د امريکا د رول بدلون د کوريا په شبه‌جزيره کې مهم بلل شوی. د امريکا دفاع وزارت تمه لري چې د دفاعي مسووليتونو زياته برخه جنوبي کوريا ته وسپاري، څو امريکايي ځواکونه وتوانېږي په ختيځې آسيا او نورو حساسو سيمو کې فعاله ونډه واخلي.

نوی سند د “امريکا د سلطې تضمين په لوېديځ نيم‌کره” باندې يو بنسټيز لومړيتوب بللی. د دې تګلارې له مخې، واشنګټن د خپلو پوځي او سوداګريزو لاسرسیو د خوندي کولو لپاره د ستراتيژيکو لارو او سيمو ساتنه حياتي ګڼي، او د پاناما کانال او د ګرینلینډ ټاپو يې د دې موخې مهم ټکي بللي دي.

په پای کې، نوې دفاعي ستراتېژي له دوديزو متحدانو سره د اړيکو بيا تعريف ته اشاره کوي. په سند کې راغلي چې واشنګټن له خپلو متحدانو غواړي تر څو د اوږدمهاله نظامي تکیې پر ځای، د خپلې امنيتې د دفاع زيات مسووليت پر غاړه واخلي. دا تګلاره د واشنګټن د نړيوال امنيتي تمرکز او د مداخلې د طريقې په بدلون د پام وړ بدلون ښيي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button