ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

یونیسف او یونسکو: د افغانستان د زده‌کړې بحران ژور شوی دی

په نړيوال د زده‌کړې د ورځې سره په يو وخت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو د ښوونيز، ساینسي او فرهنګي سازمان (یونسکو) اعلان کړی چې د افغانستان د زده‌کړې حالت د اندېښې وړ مرحلې ته رسېدلی او د زده‌کړې بحران په پراخه کچه روان دی.

دغو دوو بنسټونو د شنبې په ورځ (د دلوې ۴مه) په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، ۹۳ سلنه افغان ماشومان د لومړني ښوونځي د پای ته رسېدو پر مهال د لوستلو کافي مهارت نه ترلاسه کوي؛ دا موضوع د هېواد د ښوونې سیسټم د ژور ضعف او د زده‌کړې د ټيټې کچې ښکارندويي کوي.

په اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې شاوخوا ۲.۲ ميليونه تنکۍ نجونې له ښوونځي تګ بې‌برخې شوې دي؛ دا محروميت د طالبانو تر واک لاندې لا پسې زيات شوی او د نجونو د منځنۍ او لوړې زده‌کړې لاسرسی په سیستماتیک ډول محدود شوی دی.

نړیوالو تعلیمي بنسټونو ټینګار کړی چې د دې وضعیت دوام د افغانستان د ځوان نسل راتلونکی له جدي خطر سره مخ کوي او له د طالبانو ادارې یې غوښتي چې پر زده‌کړې، په ځانګړي ډول د نجونو پر زده‌کړې لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي او ټولو ماشومانو ته د باکیفیته زده‌کړې د برابر لاسرسي زمینه برابره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button