۴۴۹ کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته راستانه شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې رسنیو د راپور له مخې، تازه ۴۴۹ کډوالې کورنۍ د شنبې په ورځ د دلوې په ۴مه نېټه د بېلابېلو ځمکنيو لارو له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي. دا شمېرې د باختر دولتي اژانس له خوا خپرې شوې دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې کار کوي.
د راپور له مخې، ۳۵۷ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۴۹ کورنۍ د کندهار له سپین بولدک، ۲۱ کورنۍ د هرات له اسلامقلعه، ۱۱ کورنۍ د نیمروز له پل ابریشم او ۱۱ نورې کورنۍ د هلمند له بهرامچې لارې هېواد ته راستانه شوې دي.
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د راستنېدونکو کډوالو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه یوازې ۱۱ سلنه یې له بېرته ستنېدو وروسته کار لري. دغه اداره تر دې وړاندې هم ویلي وو چې دې کورنیو ته د بنسټیزو خدمتونو او کاري فرصتونو برابرول بېړنی اړتيا ده.
د دې دوې ورځې مخکې هم راپورونه ورکړل شوي وو چې شاوخوا ۴۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي دي؛ دا یو بهیر دی چې د طالبانو تر ادارې لاندې د روښانه پلان او اغېزمن ملاتړ د نشتوالي له امله د راستنېدونکو لپاره جدي ټولنیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته کړي دي.




