مهم خبرونهنړیوال

د پولنډ لومړي وزير د ټرمپ څرګندونې د ناتو د رول په اړه ناسمې وبللې

د پولنډ لومړي وزير د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې د ناتو د رول د کم‌اهميت ښودلو په تړاو يې د افغانستان جګړې په اړه کړې وې، ناسمې وبللې او ټينګار يې وکړ چې د پولنډي سرتېرو فداکاريانې په دې ماموريت کې بايد هېڅکله له پامه و نه غورځول شي. نوموړي د ۲۰۱۱ زېږديز کال هغه پېښې ته اشاره وکړه چې پکې پنځه پولنډي سرتېري د افغانستان د غزني ولايت په سوېل ختيځ کې وژل شوي وو. هغه وويل، د دغه سرتېرو د جنازو د استولو پر ورځ، د امريکا لوړپوړي افسران حاضر وو او ژمنه يې وکړه چې دا قربانيان به هېڅکله هېر نه شي. د ده په وينا، اوس اړينه ده چې دغه ژمنې د امريکا ولسمشر ته ور په يادې شي. د پولنډ لومړي وزير هيله څرګنده کړه چې د امريکا چارواکي به خپلو پخوانيو ژمنو ته وفادار پاتې شي او د متحدو هېوادونو ونډه به په ګډو ماموريتونو کې بې‌اهميته و نه ښيي. په همدې حال کې، د پولنډ د دفاع وزير ولاديسلاو کوشينياک کاميش هم وويل چې هېواد يې تل د ناتو په چوکاټ کې يو مسوول او د باور وړ متحد پاتې شوی دی. ده زياته کړه چې د پولنډ ځواکونه په افغانستان او عراق کې د ناتو له نورو غړو سره اوږه په اوږه برخه اخيستې وه او دا مهال هم د ناتو په عملياتو کې فعاله ونډه لري. دغه غبرګونونه وروسته له هغې څرګند شول چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په دوهمه نېټه، د سويس په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم په څنډه کې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د ناتو د متحدانو رول د افغانستان په جګړه کې غټ ښودل شوی دی او د امريکايي ځواکونو پرته نور ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې ليرې ځای پر ځای شوي وو. ټرمپ همدارنګه د دې په اړه شک څرګند کړ چې ايا د ناتو غړي هېوادونه به د يو احتمالي بريد پر مهال د امريکا د دفاع په برخه کې ژمن پاتې شي که نه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button