مهم خبرونهنړیوال

د فرانسې سوسيالست ګوند رضا رضايي د آلفورویل ښاروالۍ ته نومولی

د فرانسې سوسيالست ګوند د آلفورویل ښاروالۍ لپاره په خپل انتخاباتي ټکټ کې رضا رضايي، افغانستاني–فرانسوي تبعه، د نوماندان له ډلې اعلان کړی دی. دا اعلان د جمعې په ورځ، د دلوي دويمه نېټه، د ګوند د انتخاباتي ټکټ له اعلان سره يوځای رسمي شوی.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، که د سوسيالست ګوند انتخاباتي ټکټ بريالی شي، نو رضا رضايي به د شپږو کلونو لپاره د آلفورويل ښاروالۍ د رهبري او مديريت د يو لوړپوړي غړي په توګه دنده ترسره کړي. دغه مقام د ښاروالۍ د اداري جوړښت په پرېکړو کولو کې مهم رول لري.

رضا رضايي په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې د پناه‌کوونکي په توګه فرانسې ته ورسېد او وروسته یې د سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لړۍ پيل کړه. دی دا مهال د فرانسې د سوسيالست ګوند غړی دی او د همدې چوکاټ تر سیوري لاندې فعاليت کوي.

دغه افغانستاني–فرانسوي تبعه همدارنګه د “کلبه دوست” په نوم د يوې ادارې له لوړپوړو مسوولینو څخه دی؛ دا اداره په وروستیو کلونو کې د افغانستان د وضعيت په اړه څو غونډې او خبرې اترې کوربنه کړې دي او د دغه هېواد له ټولنيزو او بشري مسئلو سره تړلې موضوعاتو ته پام کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button