ټولنه‌یزسياستمهم خبرونه

سوېډن: د افغان پناه‌ځای غوښتونکو بې اسنادو ایستل له جدي ستونزو سره مخ دي

د سوېډن د کډوالۍ وزیر ویلي، د هغو افغان اتباعو ایستل چې د پناه غوښتنې یې رد شوې دي، د معتبرې تذکرې او پاسپورټ د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، دغه وضعیت د دې لړۍ عملي بهیر یا خو درولی او یا یې ډېر ورو کړی دی.

یوهان فورسل، چې د سوېډن د کډوالۍ وزیر دی، له اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو وغوښتل چې د هغو افغان پناه‌غوښتونکو لپاره، چې غوښتنې یې رد شوې دي ـ په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې جرمونه یې کړي ـ د هویت او سفر د اسنادو د صادرو لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه کړي. ده ټینګار وکړ چې اروپایي اتحادیه نه غواړي له د طالبانو له ادارې سره پر رسمي سیاسي موافقه یا خبرو بوخته شي، ځکه دا کار به یادې ادارې ته مشروعیت ورکړي، خو ده تخنیکي همغږي د اتحادیې د غړو ترمنځ ضروري وبلله.

فورسل د اروپایي اتحادیې د عدلیې او کورنیو چارو وزیرانو د غیر رسمي غونډې په څنډه کې، د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته وویل چې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو موضوع د سوېډن لپاره یو جدي اندېښنه ګرځېدلې ده. د ده په وینا، داسې قضیې شته چې افغان وګړو په سوېډن کې جرمونه کړي، خو د هویت د اسنادو د نشتوالي له امله د هغوی ایستل نږدې ناشوني دي.

د سوېډن د کډوالۍ وزیر زیاته کړه، که څه هم ورته تګلارې د سوریایي مهاجرو په اړه هم عملي کېږي، خو دا مهال افغان پناه‌غوښتونکي د دغه هېواد د ایستلو په پروګرام کې لومړیتوب لري. ده څرګنده کړه چې اصلي ننګونه د افغان اتباعو لپاره د تذکرې او پاسپورټ د ترلاسه کولو ناتواني ده، په ځانګړي ډول هغو ته چې په اروپا کې مېشت دي.

د فورسل په وینا، ډېری د افغانستان سفارتونه په اروپا کې د طالبانو له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي او همدې موضوع د هویت د اسنادو په ورکړه کې بن‌بست رامنځته کړی دی. سره له دې، ده وویل چې د اروپایي اتحادیې استازولۍ په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره د هغو افغانانو لپاره چې په اروپا کې دي، د تذکرې او پاسپورټ د صادرو په اړه خبرې کړي او دا یې «لومړنی مثبت ګام» وباله.

فورسل ټینګار وکړ چې اروپایي هېوادونه په پراخه توګه د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو د بهیر پر چټکتیا سلا شوي چې غوښتنې یې رد شوي یا جرمونه یې کړي دي. ده همدارنګه وویل، د افغان پناه‌غوښتونکو له نیمایي زیاتې غوښتنې به رد شي او دا کسان «باید خپل هېواد ته ستانه شي».

د اسوشېټېډ پرېس راپور ورکوي چې مګنوس برونر، د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمېشنر، تایید کړې چې د اتحادیې غړي هېوادونه د طالبانو له چارواکو سره په تخنیکي کچه اړیکې لري، څو د رد شویو پناه‌غوښتونکو د ستنېدو بهیر اسانه کړي. دغه خبرې، سره له دې چې سیاسي حساسیتونه لري، د بشري حقونو او امنیتي اندېښنو سبب شوې دي چې د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ سازمانونه یې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button