د افغانستان دایمي استازولۍ په ژینو کې د طالبانو جزایي اصولنامه تبعیضآمېزه بللې

د افغانستان دایمي استازولۍ په ژینو کې اعلان کړی چې د طالبانو لهخوا تازه خپره شوې جزایي اصولنامه د تبعیض د بنسټیزېدو او د ملا پر محور د طبقاتي نظام په رامنځته کولو سره د انساني کرامت، برابري او عدالت بنسټیز اصول په پراخه توګه نقضوي.
دغه استازولۍ د پنجشنبې په ورځ د دې سند د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې دغه اصولنامه نه د اسلامي زده کړو سره برابره ده او نه د یو عصري دولت – ملت له بنسټونو سره سمه ده. د دې ډیپلوماتیک بنسټ په وینا، دا ډول تګلاره د ښاریزۍ مفهوم کمزوری کوي او د افغانستان ټولنیز تړون ته زیان رسوي.
د یادې څرګندونې له مخې، د طالبانو اداره د ټولنیز سلسلهمراتب په رامنځته کولو، د ښځو له عامه ډګرونو ایستلو او د مذهبي او قومي تنوع په جرم ګڼلو سره د ټولنیز جوړښت او د وګړو د مساوي حقونو د له منځه وړلو په لور ګام اخلي؛ داسې اقدام چې اوږدمهاله پایلې یې د ټولنې یووالي جدي ګواښلی شي.
د افغانستان دایمي استازولۍ په ژینو ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکې باید د خلکو پر حاکمیت او د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر مساوي حقوقو ولاړه وي؛ اصلي اصل چې په نړیوالو بشري حقونو اسنادو کې هم پېژندل شوی.
په هغه نسخه کې چې د طالبانو د جزایي اصولنامې له رسنیو سره شریکه شوې، د مخالفانو وژل توجیه شوي، غلامي قانوني بلل شوې او رقص جرم ګڼل شوی دی. په دې سند کې یوازې د حنفي مذهب پیروان مسلمان بلل شوي او د نورو مذاهبو پیروان “بدعتګران” نومول شوي دي.
نصیر احمد اندیشه، د افغانستان استازی په ژینو کې، دغه نوی جزایي قانون یو سیاسي پروژه بللې چې هدف یې د یو ابتدایي، قبیلهيي، طبقاني او تبعیضي نظم تحمیل دی. نوموړي خبرداری ورکړی چې دا ډول تګلارې کولای شي افغانستان له جدي خطرونو او ژورو ټولنیزو وېشونو سره مخ کړي.




