امريکا په رسمي ډول له نړيوال روغتيا سازمان څخه ووتله

متحده ایالات امريکا د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول له نړيوال روغتيا سازمان، چې د ملګرو ملتونو له اړوندو بنسټونو څخه دی، ووتله. دغه پرېکړه د واشنګټن د اعلاميې له مخې د دې سازمان د کړنو له امله د نارضایتۍ په بنسټ د کووېد–۱۹ د وبا د مديريت په برخه کې شوې ده.
دونالد ټرمپ، د امريکا اوسنی ولسمشر، دغه پرېکړه د خپلې ولسمشرۍ دورې د پيل په لومړۍ ورځ، د ۱۴۰۳ کال د دلوې په مياشت کې، د يو اجرايي فرمان په صادرو کولو عملي کړه. امريکايي چارواکي وايي، هېواد يې آن د ناظر غړي په توګه د پاتې کېدو لېوالتيا هم نه لري.
د امريکا د روغتيا وزارت يو چارواکي ويلي چې واشنګټن د نړيوالو سازمانونو د چوکاټ پر ځای غواړي له هېوادونو سره په مستقيم ډول د ناروغيو د څار او نورو عامې روغتيا اړوندو موضوعاتو په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د امريکا د مالي پورونو په اړه هم اختلاف راپورته شوی دی. د متحده ايالاتو د قوانينو له مخې، دغه هېواد اړ و چې يو کال مخکې د رسمي وتلو پرېکړه اعلان او خپل ټول پاتې پورونه، چې نږدې ۲۶۰ ميليونه ډالره ښودل شوي، پرې کړي؛ خو واشنګټن د دې مبلغ د ورکړې څخه انکار کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د رویټرز خبري آژانس ته په يو برېښنالیک کې ويلي، د امريکايي چارواکو په باور د دې هېواد وګړو له ټاکلي اندازې زيات د نړيوال روغتيا سازمان سره مالي مرسته کړې ده. د امريکا د روغتيا او عامو خدماتو وزارت هم د واشنګټن له لوري د مالي مرستو د بشپړ بندېدو خبر ورکړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو بیرغ د نړيوال روغتيا سازمان د دفتر مخې ته په جنیوا کې ښکته کړای شو. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې امريکا په تېرو اوونيو کې له څو نورو د ملګرو ملتونو اړوندو سازمانونو څخه د وتلو بهير هم پيل کړی دی.
د امريکا وتل، چې د نړيوال روغتيا سازمان تر ټولو لوی مالي تمويلوونکی بلل کېده، په دغه سازمان کې يو د پام وړ مالي بحران رامنځته کړی دی. دا وضعیت د فعالیتونو په کمېدو او د ډېرو کارکوونکو په لرې کېدو تمام شوی او اټکل کېږي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې شاوخوا يوه څلورمه برخه کاري ځواک تعديل شي.
په همدې حال کې، يو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د امريکا د همکاريو پرېکون له نړيوال روغتيا سازمان سره کولای شي د روغتيايي ګواښونو د پېژندنې او غبرګون توان د جدي ډول کم کړي.




