ټولنه‌یز

د ازبکستان وارداتي برېښنا د سختو واورو له امله کابل ته پرې شوې

د برشنا شرکت وايي، د سختې واورې او توپان له امله د ازبکستان ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا د پلخمري – کابل د انتقال کرښه له تخنیکي ستونزې سره مخ شوې او په بشپړ ډول پرې شوې ده. دغه پېښه د یو شمېر ولایتونو برېښنا ته جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

د دې شرکت د معلوماتو له مخې، د کاپیسا، پنجشیر، کابل، پروان، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست او د بغلان ځینې برخې د برېښنا په کمښت او پرله‌پسې پرې کېدو اخته شوې دي.

برشنا زیاته کړې چې د دې ریاست تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل لپاره تیار دي، خو د خرابو هوايي حالاتو له امله د پېښې په سیمه کې د هوا د ښه کېدو منتظر دي څو د کرښې د ترمیم چارې پیل کړي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د ترکمنستان له لوري د وارداتي برېښنا هغه تخنیکي ستونزه چې د بلخ او فاریاب ولایتونو برېښنا تأمینوي، حل شوې ده او اوس د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب برېښنا عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

په همدې وخت کې د افغانستان مرکزي ولایتونه د درنې او بې‌سابقې واورې شاهدان دي. دغه واورې ځینې لویې لارې، په ځانګړې توګه د شمال – کابل لارې، بندې کړې او تګ راتګ یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button