نړیوال

هسپانیا د اروپايي ګډ پوځ د جوړېدو غوښتنه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو او د یو شمېر اروپايي هېوادونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له زیاتېدو وروسته، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د اروپايي اتحادیې په چوکاټ کې د ګډ پوځ د جوړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د دې اتحادیې د امنیتي خپلواکۍ د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

خوزه مانوئیل آلوارېز دا څرګندونې د شورو په ماښام په ډهلي نو کې له خپل هندي سیال سره تر لیدنې وروسته وکړې او زیاته یې کړه چې ګډه پوځي همغږي کولای شي له هغو ۲۷ ملي پوځونو څخه اغېزمن عمل وکړي چې اوس هر یو ځانته فعالیت کوي.

آلوارېز وویل، د دې وړاندیز هدف د ناټو ځای نیول نه دي، بلکې دا هڅه ده چې اروپا وکولای شي د امنیتي ننګونو په وړاندې خپلواکه ځواب ویونکي ظرفیت ولري.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، له دې پرته چې د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوم واخلي، څرګنده کړه چې اروپا باید په داسې سیمه بدله نه شي چې د سیاسي او اقتصادي فشارونو او باج‌اخیستنو هدف وګرځي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button