دوهم سرلیکنړیوال

اروپايي هېوادونه د ټرمپ د غزې د سولې شورا سره د يوځای کېدو په اړه بې‌باوره دي

د رسنيو د راپورونو له مخې، يو شمېر اروپايي هېوادونه د امريکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د غزې په اړه د سولې د شورا له نوښت سره د يوځای کېدو په اړه په اوسني حالت کې له احتياط او ترديد سره چلند کوي او لا يې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نوئل بارو ويلي، پاریس د امريکا د ولسمشر د سولې د طرحې ملاتړ کوي، خو له داسې بنسټ سره موافق نه دی چې د ملګرو ملتونو ځای ونيسي. نوموړي ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو رول بايد د نړيوالو بحرانونو د مديريت په برخه کې کمزوری نه شي.

په همدې حال کې، د سویډن حکومت لا تر اوسه د امريکا متحده ایالاتو د بلنې رسمي ځواب نه دی ورکړی. خو د سویډن صدراعظم اولف کریسترسون د سویس په ډاووس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې څرګنده کړې چې استاکهولم به د ټرمپ د سولې په شورا کې ګډون ونه کړي.

له بلې خوا، د ایټالیا صدراعظمه جورجیا ملوني، د واشنګټن له‌خوا د يادې شورا د بلنې د ترلاسه کولو تائيد کړی، خو ويلي یې دي چې سمدستي مثبت ځواب نه شي ورکولی او د دې وړانديز د اړخونو د څېړنې لپاره زيات وخت ته اړتيا لري. دغه څرګندونې ښيي چې د امريکا د اروپايي متحدينو تر منځ د غزې د مسئلې لپاره د وړانديز شوي ميکانيزم په اړه يو موټی نظر شتون نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button