په غزه کې د وژل شوو خبریالانو شمېر ۲۶۰ ته رسېدلی

د غزې د حکومتي رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې په دې سیمه کې د وژل شوو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر ۲۶۰ کسانو ته رسېدلی دی. دغه اداره وایي، د روانو پېښو پر مهال د رسنیزو فعالانو تلفاتو په اندېښمنوونکې توګه زیاتوالی موندلی دی.
په اعلامیه کې هغه څه چې «د خبریالانو قصدي وژنه او ترور» بلل شوي، په کلکه غندل شوي دي او له د نړيوالې خبریالانو اتحاديې، د عربي خبریالانو اتحاديې او نورو نړیوالو رسنیزو بنسټونو غوښتنه شوې چې دغه پېښې په رسمي توګه وغندي.
د غزې د حکومتي رسنیو دفتر د دغو پېښو مسؤلیت د اسراییلو پر اشغالګر رژیم او هغو هېوادونو اچولی چې د دې ادارې په وینا، د «د غزې د خلکو د نسلوژنې» په نومېدلي عمل کې ملاتړ یا ګډون لري.
دې دفتر له نړيوالې ټولنې، نړيوالو بنسټونو او د رسنیزو چارو سره تړلو سازمانونو غوښتنه کړې چې د دې حالت د دوام د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي او د عاملانو د قانوني څارنې لپاره په نړيوالو محکمو کې لازم زمینې برابرې کړي.




