۱۲۳ افغان مهاجران د پاکستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۲۳ افغان مهاجران چې په پاکستان کې بنديان وو، له خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت په وينا، د دغو کسانو د بېرته راستنېدو بهير د سپين بولدک له پوله ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه مهاجران د بېلابېلو مودو لپاره – له يوې ورځې تر دوو مياشتو پورې – د پاکستان د پوليسو تر بند لاندې پاتې شوي وو. د دوی د بنديز د علت او يا د قانوني وضعيت په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.
وزارت زياته کړې ده، چې تېرې اونۍ هم له ۱۰۰ زيات افغان مهاجران د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته لېږدول شوي وو؛ يو حالت چې د مهاجرانو د نيولو دوام پرته له شفاف بهير څخه څرګندوي.
په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې د پاکستان پوليسو د افغان مهاجرانو د نيولو بهير په ښارونو او بېلابېلو سيمو کې زيات کړی دی. د دې کړنو په غبرګون کې، د ايمنستي انټرنېشنل سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د افغان مهاجرانو ناقانونه نيونې او ايستنې ودروي او خپلو بشري ژمنو ته ژمن پاتې شي.




