اقتصادمهم خبرونهنړیوال

اروپايي اتحاديې ۱۲۶ ميليونه يورو بشري مرسته افغانستان، پاکستان او ايران ته ځانګړې کړه

د اروپايي اتحاديې کمېسيون اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ زېږديز کال لپاره به ۱۲۶ ميليونه يورو بشري مرسته افغانستان، پاکستان او ايران ته ځانګړې کړي. دا مرسته د دې درې هېوادونو د بېړنيو انساني اړتياوو د پوره کولو په موخه برابره شوې ده.

دغه کمېسيون د چهارشنبې په ورځ، د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل چې دا مالي بسته د ۱.۹ ميليارده يورو له ټولې بشري مرستې يوه برخه ده، چې اروپايي اتحاديه د نړيوالو بحرانونو د مقابلې لپاره ځانګړې کړې ده. د دې ادارې په وينا، نږدې ۲۳۹ ميليونه کسان په نړۍ کې د بشري مرستو اړتيا لري.

هادجا لهبيب، د اروپايي کمېسيون د برابري، چمتووالي او د بحران د مديريت کمېشنره، دا مالي ژمنه د داووس په نړيوال اقتصادې غونډه کې اعلان کړه، څو د عامه بودجو د بشپړولو لپاره له خصوصي سکتور څخه نوې مالي سرچينې او نوښتګر حل لاري راجلب کړي.

لهبيب ټينګار وکړ چې نړيواله بشري نظام بې‌ساري فشار تجربه کوي او يوازې د عامه مالي تمويل پر بنسټ د اوسنیو بحرانونو مقابله ممکنه نه ده.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسارۍ اټکل کړی چې د روان کال تر پايه به د بې‌ځايه شويو کسانو شمېر له ۱۳۶ ميليونو څخه واوړي، يو بهير چې د مرستو پر سرچينو نور هم فشار راولي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو سازمان د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتياوو د پوره کولو په هدف شاوخوا ۱.۷ ميليارده ډالره بودجه غوښتې ده، چې دا د دغه هېواد د بشري بحران د کچې څرګندوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button