ترامپ د امریکا او ناټو د گرینلند تړون د چوکاټ پر سر له موافقې خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ اعلان کړی چې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره په لیدنه کې دواړه لوري د گرینلند تړون د یو «چوکاټ» پر سر موافق شوي دي. د ټرمپ په وینا، که دا تړون وروستی شي، نو دا به د امریکا او ټولو ناټو غړو هېوادونو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وي.
ټرمپ په خپل ټولنیز شبکه «تروت سوشال» کې لیکلي چې دا تفاهم د ناټو له سرمنشي سره له یوې «ډېرې رغنده» لیدنې وروسته رامنځته شوی او موضوع يوازې گرینلند پورې محدوده نه ده، بلکې ټول شمالي قطبي سیمه هم رانغاړي؛ هغه سیمه چې په وروستیو کلونو کې یې ستراتیژیک او امنیتي ارزښت زیات شوی دی.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د دې لومړني تفاهم له مخې، هغه تعرفې چې ټاکل شوې وه د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه عملي شي، تر اوسه نه پلي کېږي. نوموړي دا پرېکړه د اعتماد رامنځته کولو د بهیر یوه برخه وبلله.
ټرمپ همدارنګه وویل چې د «زرین ګنبد» نومې دفاعي سیستم او د هغه احتمالي تړاو له گرینلند سره په اړه جلا خبرې روانې دي. د هغه په وینا، د خبرو اترو د پرمختګ له مخې به رسنیو ته لا ډېر معلومات ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د خبرو اترو د پرمخ وړلو مسئولیت جې.دي. ونس، د ولسمشر مرستیال، مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، او سټیو ویتکاف، ځانګړي استازي ته سپارل شوی، او که اړتیا پېښه شي، نورو چارواکو ته به هم وسپارل شي. هغوی به د خبرو پایلې په مستقیم ډول ولسمشر ته راپور ورکوي.




