مهم سرلیکنړیوال

ټرمپ د داووس په غونډه کې اروپایي مشرانو ته: که امریکا نه وای، تاسو به په جرمني خبرې کولې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داووس د نړيوال اقتصاد په غونډه کې اروپایي ټولنې مشرانو ته وویل، که چېرې امریکا د دویم نړیوال جنګ پر مهال مداخله نه وای کړې، نن به د اروپا خلک په جرمني او “کيدای شي لږ هم په جاپاني” ژبه خبرې کولې.

ټرمپ په خپلو خبرو کې، چې له انتقادي فضا سره مل وې، د ګرینلنډ پر سر د تاوتریخوالي د زیاتېدو په مهال، ادعا وکړه چې اروپایي هېوادونه “ځانونه له منځه وړي” او د دغو هېوادونو د مشرانو له کړنو یې سخت انتقاد وکړ.

نوموړي د ګرینلنډ د وضعیت په اړه وویل، چې متحده ایالاتو له دویم نړیوال جنګ وروسته دا سیمه بېرته ډنمارک ته سپارلې وه او دا پرېکړه یې یوه تېروتنه وبلله. د هغه په وینا، اوس ډنمارک د امریکا په وړاندې یو “ناسپاس” دریځ غوره کړی دی.

ټرمپ همداراز اعلان وکړ، چې غواړي د دې لپاره ژر تر ژره خبرې پیل کړي چې متحده ایالات د ګرینلنډ د نیولو په اړه له ډنمارک سره خبرې وکړي؛ هغه موضوع چې په وروستیو میاشتو کې په اروپا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په پرتله یې ناتو ته تر ټولو ډېره مرسته کړې او د واشنګټن ونډه یې د دې پوځي تړون په ملاتړ کې پرېکړه کوونکې وبلله.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button