دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

ټرمپ: له بګرام څخه وتل يوه ستره تېروتنه وه

د امريکا اوسنی جمهور، ډونالد ټرمپ، يو ځل بيا د امريکايي ځواکونو د وتلو له بهير څخه له افغانستانه نيوکه کړې او څرګنده يې کړې چې امريکا بايد د بګرام هوايي اډه نه پرېښوده.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ، د مرغومي په ۳۰مه، په سپينې ماڼۍ کې په يوې خبري ناستې کې د امريکا پخوانی جمهور، جو بايډن، تورن کړ چې د افغانستان د وتلو بهير يې په ناسمه توګه اداره کړی. ده وويل د بګرام پرېښودل د سترې تېروتنې له جملې څخه وه.

د امريکا جمهور وويل چې د ځواکونو وتل او په کابل هوايي ډګر کې د ۱۳ امريکايي سرتېرو وژل کېدل د «امريکا په تاريخ کې تر ټولو ضعيف ټکی» و؛ هغه پېښه چې وروسته له هغې طالبان بيا د افغانستان بشپړ واک ته ورسېدل.

ټرمپ د خپل پخواني ولسمشرۍ د دورې يادونه وکړه او ويې وويل چې ده هم د افغانستـان د وتلو پلان درلود، خو دا به يې د ده په وينا «په درناوي او ځواک» ترسره کړی وای. ده زياته کړه چې په هغه وخت کې هېڅ وسله‌واله ډله د امريکايي ځواکونو پر ضد د بريد جرات نه درلود.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button