دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

چين له طالبانو وغوښتل چې د خپلو اتباعو امنيت دې خوندي کړي

د کابل په ښارنو کې د چينايانو پر هوټل د پرونۍ چاودنې وروسته، چين نن سه‌شنبه، د مرغومي په ۳۰مه، له طالبانو غوښتي چې د خپلو اتباعو امنيت په افغانستان کې ډاډمن کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبري غونډه کې ويلي چې له طالبانو غوښتنه شوې ترڅو د چين ټولو اتباعو، پروژو او بنسټونو امنيت په جدي ډول وساتي.

دغه وزارت زياته کړې ده چې په چاودنه کې يو چينی تبعه وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

چين له طالبانو غوښتنه کړې چې د دغې پېښې ټپيان دې درملنه شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې چې بيجنګ د سيمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ملاتړ کوي.

چين خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د پرونۍ چاودنې له امله چې د کابل په ښارنو سیمه کې د چينايانو په هوټل کې وشوه، اووه تنه وژل شوي دي.

په وژل شويو کې شپږ د افغانستان اتباع دي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د داعش ډلې د دې بريد پړه په غاړه اخيستې ده.

داعش د ۲۰۲۲ کال په بريد کې هم، چې د چين اتباعو د استوګنې پر ځای ترسره شوی و، د دې پېښې مسؤليت منلی و، خو هغه مهال يوې سرچينې ويلي و چې دا بريد د اويغور جنګيالو لخوا شوی و.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button