امنیت او پېښېمهم خبرونهمهم سرلیک

داعش د کابل پر چينيانو د بريد مسئوليت پر غاړه واخيست

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د داعش ډلې اعلان کړی چې دوی د کابل د وروستي بريد مسئوليت منلی دی. د دغې ډلې په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا بريد د چين د حکومت پر وړاندې د هغو تاوتريخوالو غبرګون دی چې د اويغور مسلمانانو پر ضد ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د يو رستورانت دننه شوې چې په کې يو چينايي وګړی او د افغانستان شپږ وګړي وژل شوي او څو تنه نور، چې يو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپي شوي دي.

داعش درې کاله مخکې هم د شهرنو په سيمه کې د چينيانو پر يو هوټل د بريد مسئوليت منلی و، خو د طالبانو د استخباراتو يوه جګپوړي غړي هغه بريد اويغورانو ته منسوب کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له هغه مهاله چې پر افغانستان واکمن شوي، تل ادعا کوي چې په ټول هېواد کې يې امنيت ټينګ کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button