ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد دفتر په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د زیاتېدونکي اغېز له امله د کلیوالو اقتصادي وضعیت ته د جدي خطر خبرداری ورکړی دی. دې نړیوالې ادارې ویلي، چې بزګرانو ته د قانوني حاصلاتو د کرلو اسانتیاوې کمې شوې، چې دا چاره هغوی د کوکنارو کرکېلې ته اړ کړي، کوم چې د تریاکو اصلي سرچینه بلل کېږي.
یاد دفتر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۹مه نېټه، په خپله رسمي ویبپاڼه کې خپره شوې اعلامیه کې کړي دي. دا ادارې وړاندیز کړی، چې د سیمې هېوادونه او همکاره بنسټونه باید د اقلیم د بدلون پر وړاندې د تابآورۍ پیاوړتیا، په خپلو لومړیتوبونو کې شامله کړي، ترڅو د مخدرهموادو د کرکیلي مخه ونیول شي.
د دې ادارې په یوه پخواني راپور کې راغلي وو، چې د ۲۰۲۵م کال تر پای پورې په افغانستان کې د کوکنارو کښت شاوخوا ۲۰ سلنه کم شوی، خو سره له دې کموالي، هغو بزګرانو عواید چې په دې برخه کې یې کار کاوه، په ستره کچه راټیټ شوي او نږدې نیمایي ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو دفتر همداراز اندېښنه ښودلې، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د را ستنېدو په زیاتېدونکي بهیر سره، پر کاري بازار او طبیعي منابعو فشار زیات شوی، او دا حالت ممکن خلک لا ډېر کوکنارو ته اړ کړي، چې غیرقانوني تریاکو کڅ کړي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د ادارې له خوا د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د مدیریت او د بدیلو معیشتي فرصتونو د برابرولو لپاره د یو منظم پلان نشتون، د کوکنارو د پراخې کرکیلي او د مخدره موادو د قاچاق لپاره زمینه لا نوره برابره کړې ده.




