امريکا د قطر په السيليه کې د افغان کډوالو کمپ تړل اعلان کړ

امريکا پرېکړه کړې چې د قطر په السيليه کې د افغان کډوالو د استوګنې کمپ وتړي. دا کمپ، چې د تخليه شوو افغانانو د لنډمهاله ساتنې لپاره کارېده، تمه ده د سپتمبر تر پای پورې وتړل شي.
ميکس، چې د استازو جرګې د بهرنيو چارو د کميټې يو لوړپوړی غړی دی، ويلي دا پرېکړه به د امريکا هڅې له جدي خنډونو سره مخ کړي، هغه هڅې چې د هغو افغانانو د ژغورنې او مېشتېدو لپاره کېږي چې له امريکا سره يې همکاري کړې ده.
نوموړي دا اقدام «د افغان همکارانو سره خيانت او د امريکا د ژمنې ماتول» بللی دی.
د افغانانو ملاتړي ټينګار کوي چې امريکا اخلاقي مسئوليت لري، څو هغه کسان وژغوري چې له دې هېواد سره يې مرسته کړې ده، خو مخالفان خبرداری ورکوي چې د افغانانو د تخليې بهير کېدای شي امنيتي خطرونه رامنځته کړي.
د السيليه کمپ د يوه منځګړي تمځای په توګه کارېده، چيرته چې له افغانستانه راوتلي افغانان لنډمهاله ساتل کېدل او تر امريکا ته له تګ مخکې امنيتي ارزونې ترسره کېدې.
د افغان ايوک سازمان د څرګندونو له مخې، نږدې ۸۰۰ تنه لا هم په دې کمپ کې اوسي. دا کسان له هغې راهيسې هلته پاتې دي چې تېر کال د ټرمپ ادارې د نويو کډوالو منل بند کړل.




