امريکا: د کډوالۍ بندېدل د زرګونو افغانانو ژوند ګواښي

د امريکا د سنا د سرحدي امنیت او کډوالۍ فرعي کميټې او د جرم او ترهګرۍ پر ضد فرعي کميټې د چهارشنبې په ورځ د «پارول» کډوالۍ پروګرام د ارزونې لپاره ناسته ترسره کړه.
په دغه ناسته کې د هغو افغانانو د امنیتي ګواښونو يادونه وشوه چې له امريکا سره یې همکاری کړې ده، او ټينګار وشو چې د ټرمپ د حکومت وروستیو پرېکړو د پناهاخیستنې پروګرامونو د بندېدو او د پناه غوښتونکو د بېرته راستنولو په برخه کې د زرګونو افغانانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی.
کارپوهانو په غونډه کې وویل، هغه ښځې چې په روغتيايي پروژو او د پخواني حکومت په امنیتي ځواکونو کې فعاله وې، د پناهاخیستنې د بهير د درېدلو له امله د افغانستان ته د بېرته تګ او د طالبانو د سختو محدودیتونو له ګواښ سره مخ دي.
دغه کميټې غوښتنه وکړه چې د پناهاخیستنې په تګلارو کې سمدستي بياکتنه وشي او له هغو افغانانو سره د امريکا ملاتړ دوام ومومي چې له امريکا سره یې همکاری کړې، ترڅو د جاني ګواښونو او قانوني محدودیتونو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هېواد کې د کډوالۍ پر ضد پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۷۵ هېوادونو د کډوالۍ ویزو د پروسس بهیر بندوي.
دغه وزارت پرون وویل، دا پرېکړه د دې له امله شوې چې وېره شته کډوال به د امريکايي خلکو له ټولنیزو او فلاحی مرستو څخه په «د منلو نه وړ» کچه ګټه واخلي.
د بهرنيو چارو وزارت په وينا، دا بندیز به تر هغه دوام ولري، څو پورې چې امريکا ډاډ ترلاسه نه کړي چې نوي کډوال به د امريکايي خلکو له مالي سرچینو ناوړه استفاده ونه کړي.
سوماليه، هاييټي، ايران، افغانستان او اريتريا هغه هېوادونه دي چې دا پرېکړه پکې شامله ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې د دې اقدام موخه د امريکايي خلکو د سخاوت له ناوړه استفادې مخنیوی دی.




