په پاکستان کې افغان خبریال صمیم نعیمي ونیول شو

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان نن د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي ۲۴مه، اعلان کړی چې افغان خبریال صمیم نعیمي د پاکستان پولیسو لخوا نیول شوی دی.
دغه سازمان ویلي، نعیمي هغه وخت ونیول شو چې د فرانسې د سفارت رسمي لیک یې له ځان سره درلود، او وروسته حاجي کمپ ته انتقال شو.
په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د پولیسو دا اقدام د بشري حقونو، د کډوالو د ملاتړ اصولو او د بیان د آزادۍ څرګند سرغړونه ده.
د دې ادارې په وینا، نعیمي د امنیتي ګواښونو، سانسور او سیاسي فشارونو له امله اړ شو چې افغانستان پرېږدي او که په زور بېرته ورستون کړل شي، د ژوند جدي خطر به ورته متوجه وي.
یاد سازمان له ملګرو ملتونو، د فرانسې له حکومت او له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د هغه د سمدستي خوشې کېدو لپاره اقدام وکړي او د هغه د جبري ستنېدو مخه ونیسي.
په عین وخت کې، دغه اداره غوښتنه کړې چې له پاکستانه دریمو هېوادونو ته د افغان خبریالانو د انتقال بهیر چټک شي.
پاکستان له هغه وروسته چې د افغان کډوالو د ویزو د تمدید لړۍ یې درولې، په منظم ډول هغوی نیسي او شړل یې پیل کړي دي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو خبرداری ورکړی چې د افغان خبریالانو جبري ستنول به هغوی د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.




