یونیسف: بشري مرستې تل وړیا دي

د چهارشنبې په ورځ، د جدی په ۲۴مه، يونيسف په اکس (X) کې اعلان وکړ چې دوی د هغو کسانو د هڅو راپورونه تر لاسه کړي چې د جعلي بشري مرستو د راجسترونو د پلور هڅه کوي.
دغه اداره ټينګار کړی چې د ملګرو ملتونو ټولې مرستې د واقعي اړتيا پر بنسټ او په بشپړ ډول وړيا ورکول کېږي.
یونیسف له خلکو غوښتي چې احتياط وکړي، خپل شخصي معلومات له ناپېژاندو کسانو سره شريک نه کړي او د مرستو تر لاسه کولو لپاره هېڅ ډول پيسې ورنه کړي.
په همدې حال کې، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په خوست ولایت کې يې د يو اوو کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
ياده ډله د يوې جعلي ادارې د چلولو او د خلکو د اخاذۍ په تور نیول شوې ده.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نیول شوي کسان د ډلې مشر، څلور هغه ښځې چې ځانونه يې د ډاکټرانو په توګه معرفي کړي، يو د کمپیوټر چلونکی او يو موټر چلوونکی شامل دي.




