پرته د ټولي

سیاسي مرستیاله د ګوترش د میاشتې په پای کې افغانستان ته ځي

د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه مأموریت (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، چې د دغې ادارې د سرمنشي انتونیو ګوترش سیاسي مرستیاله، روزمري ډي کارلو، د روان میلادي میاشتې په پای کې افغانستان ته سفر کوي.

ګانیون دا موضوع د طالبانو له بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره شریکه کړې ده. هغې له طالبانو غوښتي دي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیال د سفر په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دواړو لورو د دوحې د کاري ډلو د ناستو د پایلو په اړه هم خبرې کړې دي. طالبانو ټینګار کړی، چې د دوحې د ناستو د دغې ډلې د کار پایلې مثبتې وې، خو د ملګرو ملتونو اداره د کوکنارو د بدیلو معیشتونو د برابرولو او د بانکي ستونزو د حل په برخه کې پاتې راغلې ده.

ګانیون هم ژمنه کړې، چې له طالبانو سره به د بانکي ستونزو د حل او د بدیلو معیشتونو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیاله په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او د دې ډلې د نړېوالې ټولنې سره د یوځای کېدو په برخه کې د ملګرو ملتونو هڅو هم د پام وړ پایله نه ده لرلې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button