ناروې: زموږ ماموریت په افغانستان کې بریالی نه و

یوه خپلواکه کمیسیون په ناروې کې په یوه وروستي راپور کې ویلي، چې دغه هېواد نږدې شل کلن حضور په افغانستان کې د ټاکل شویو اساسي موخو د لاستهراوړلو په برخه کې بریالی نه و، خو یاد ماموریت د ناروې د بهرني سیاست او امنیتي پرېکړو لپاره مهم درسونه ورکړي.
دغه راپور د «افغانستان کمیسیون» لهخوا چمتو شوی او د ناروې له خوا د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې د نظامي ماموریت، پرمختیایي مرستو، د ۲۰۲۱ کال د تخلیې عملیاتو او د سولې بهیر کې د هڅو ارزونه کړې ده. د دې کمیسیون مشري د ناروې د پخواني بهرنیو او دفاعي چارو وزیر، بیورن توره ګودال کړې ده.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپهن بارت آیده، د راپور د خپراوي په مراسمو کې ټینګار کړی، چې د دې ارزونې موندنې د افغانستان د خلکو ژور کړاوونه او د نړیوالې ټولنې ناکامۍ، په ځانګړې توګه د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱ پورې کلونه، په ګوته کوي. نوموړي زیاته کړې چې دغه تجربې د نړیوالو بحرانونو د لا ښه مدیریت لپاره مهم درسونه لري.
د ناروې د دفاع وزارت له خپلو سرتېرو څخه په افغانستان کې د هڅو مننه کړې ده او ویلي یې دي چې د دوی تجربو د دغه هېواد دفاعي وړتیا پیاوړې کړې ده. د ناروې دفاع وزیر تور او ساندویک ویلي، که څه هم د ماموریت هدفونه پوره نه شول، خو د ځانګړو ځواکونو، پولیسو، دیپلوماټانو او روغتیايي کارکوونکو ستر ځاني قربانۍ او زړورتیا د ستاینې وړ ده.
راپور کې ویل شوي چې له ۱۰ زرو زیات ناروېي پرسونل، چې نظامیان، دیپلوماټان او قضایي غړي پکې شامل وو، په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې او د متحده ایالاتو په همکارۍ فعالیت کړی دی. راپور زیاتوي چې د ناروې ځانګړو ځواکونو د افغان پولیسو له ځانګړو واحدونو سره په ګډه، په کابل کې له ۴۶ لویو بریدونو مخنیوی کړی، چې دا کار د ګڼو ملکي وګړو ژوند ژغورلي.
د ۲۰۲۱ کال د بیړني تخلیې عملیات، د ناروې له خوا تر ټولو سخته ماموریت بلل شوی. د افغانستان د دولت د سقوط او کابل ته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، ناروې توانیدلې چې له ۱۱۰۰ زیات کسان خوندي له کابل څخه وباسي.
د مرسته کوونکو هېوادونو کمیسیون خبرداری ورکړی، چې پر طالبانو ډیر تمرکز کله ناکله د سولې هڅې ګواښولې دي؛ خو د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، د ټولو اړخونو سره د خبرو دوام د یوه دوامدارې سولې لپاره اړین دی.
راپور کې یوه مهمه اندېښنه، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان نجونو او ښځو وضعیت ګڼل شوی. ناروې ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو ملاتړ د دوی د افغانستان د پالیسیو بنسټیز اصل و، او لا هم د افغان ښځو او نجونو تر څنګ درېږي.
راپور په پای کې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د یوه باثباته او ولسواک نظام جوړول له بیرون نه ډېر ستونزمن، او حتی ناممکن کار دی؛ دا موضوع باید د راتلونکو پالیسو پر مهال ټول هیوادونه په پام کې ونیسي.




