د نوي ميلادي کال له پيل سره د طالبانو له لوري د علني شلاق سزاوو زياتوالی

د نوي ميلادي کال له پيل سره د طالبانو ادارې له خوا په افغانستان کې د بدني سزاوو او علني شلاق وهلو پېښې ډېرې شوې دي. د دې ادارې د سترې محکمې د رسمي شمېرو له مخې، په لږ تر لږه يوه اوونۍ کې ۳۷ تنه اتباع په لسو ولايتونو کې بدني سزاوو ته محکوم شوي دي.
رسمي اعلاميې څرګندوي چې دغه پرېکړې په بلخ، ارزګان، ننګرهار، خوست، غزني، کابل، پروان، کونړ، پکتيا او هرات ولايتونو کې عملي شوې دي، او پر دغو کسانو د الکولي مشروباتو پلور، غلا، زنا، لواطت او د پيسو جعل تورونه لګول شوي دي. په دغو کې پروان، هرات او ارزګان د زيات شمېر شلاق سزاوو ثبتونه لري.
د بشري حقونو يو شمېر فعالان د دې بهير په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د طالبانو اداره د علني بدني سزاوو په پلې کولو سره غواړي د وېرې او ترهې فضا رامنځته کړي. د دوی په باور، دا ډول چلند کولای شي تاوتريخوالی عادي کړي او د انسان کرامت کمزوری کړي.
د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د شلاق سزا د ميزان، عقرب او قوس مياشتو په اوږدو کې پرله پسې زياته شوې ده. د شمېرو له مخې، په ميزان کې ۷۱ تنه، په عقرب کې ۱۰۰ تنه، او په قوس کې ۱۴۷ تنه شلاق شوي دي. سربېره پر دې، د قوس په مياشت کې يو کس د خوست ولايت په لوبغالي کې قصاص شو، چې زرګونه تنه وګړي، د ماشومانو په ګډون، د هغې صحنې شاهدان وو، او دا اقدام پراخ منفي غبرګونونه را وپارول.




