اقتصادمهم خبرونه

د امريتسر سوداګریزې شورا د افغانستان سره په هوايي صادراتو ټينګار وکړ

د هندوستان د پنجاب ايالت د امريتسر ښار محلي سوداګريزې شورا وايي، د کرنيزو محصولاتو هوايي صادرات کولی شي د افغانستان او هند تر منځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا او د سيمې د اقتصاد د پياوړتيا لپاره مهم رول ولوبوي.

د هندي رسنيو د راپور له مخې، دا نظر په هغه غونډه کې وړاندې شو چې موخه يې د امريتسر نړيوال هوايي ډګر له لارې د دواړو هېوادونو د سوداګريزو فرصتونو ارزونه وه. په دې غونډه کې د سوداګرو استازو او اړوندو بنسټونو ګډون کړی و.

ګډونوالو د صادراتو او وارداتو د وړتياوو په اړه، په ځانګړي ډول د کرنيزو توليداتو د هوايي لېږد موضوع وڅېړله او دا لار يې د سوداګرۍ د اسانتیا او د ترانزيټي خنډونو د کمښت لپاره مناسبه وسيله وبلله.

د ګډونوالو په باور، د دې هوايي لارې اغېزمنه ګټه اخيستنه کولای شي د افغانستان توليدات په چټک ډول هند ته ورسوي او ورسره د اقتصادي همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button