سياستمهم خبرونه
په دوحه کې د طالبانو د استازي او د قطر د چارواکي تر منځ لیدنه وشوه

د افغانستان سفارت په قطر کې خبر ورکړی چې د طالبانو د ادارې استازی او په دوحه کې یې سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ټولنو د برخې له مرستیال محمد الحمادي سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، د خبرو اصلي موضوع د دواړو خواوو تر منځ دوه اړخیزې اړیکې او د افغانستان روان سیاسي وضعیت ارزونه وه.
همدارنګه، په دې لیدنه کې د افغانستان د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو او ټولنو سره د تعامل او اړیکو موضوع هم تر بحث لاندې راغلې ده.
تر اوسه د دغو خبرو د عملي پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي او د افغانستان سفارت یوازې په عمومي ډول د مطرح شویو موضوعاتو یادونه کړې ده.




