امنیت او پېښېمهم خبرونه
په زرمت ولسوالۍ کې د تښتونې په تور څلور تنه نیول شوي دي

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ ويلي، د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د پوليسو ځواکونو د ځانګړو عملياتو پر مهال په دې ولايت د زرمت په ولسوالۍ کې يو څلور کسیزه ډله نيولې ده چې د تښتونې او غلا په تور تورنه ده.
د نوموړي په وينا، دغه کسان يوه ورځ له نيول کېدو وړاندې د يو محلي صراف د تښتولو پر مهال له هغه د موټر څخه د پام وړ اندازه نغدې پيسې وړې وې.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، غلا شوې پيسې دوه نيم ميليونه افغانۍ، پنځلس زره امريکايي ډالره، څلور نيم ميليونه پاکستاني کلدارې او شپږ زره سعودي ريالونه شامل وو.
پوليس وايي، ياد صراف د ډزو پر مهال د وسلوالو لخوا په يوه پښه ټپي شوی خو روغتيايي حالت يې د قناعت وړ بلل شوی دی. دغه پېښه يو ځل بيا د صرافانو او سيمه ييزو اقتصادي فعالانو د امنيت په اړه اندېښنې راپارولي دي.




