مهم خبرونهنړیوال

په مينياپوليس کې د امريکايي مهاجرت د مامور له‌خوا د يوې ښځې وژنه

د راپورونو له مخې، د متحده ايالاتو د مهاجرت او ګمرک ادارې (ICE) يو مامور د مينيسوټا ايالت د مينياپوليس په ښار کې يوه ۳۷ کلنه ښځه د خپلې موټر دننه په ډزو وژلې ده. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په هېواد کې د مهاجرتي قوانينو د پلي کولو چارو عمليات زيات شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د سيمه‌ييزو او فدرالي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې ده او د ښځې د موټر د ښي اړخ مخکينۍ ښيښه د څو مرميو نښې لري. له دې سره، چارواکو تر اوسه د دې ښځې د هويت په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

هممهال، بي‌بي‌سي راپور ورکړی چې دغه ډزې د مينيسوټا د ځينو سيمه‌ييزو چارواکو له توندو غبرګونونو او همدارنګه د مينياپوليس د يو شمېر اوسېدونکو له اعتراضونو سره مخ شوې دي. معترضان د فدرالي مهاجرتي مامورانو د شتون او کړنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې پېښې په غبرګون کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د ICE مامور د «ځان د دفاع» لپاره ډزې کړې دي. د هغه په وينا، دا ښځه هڅه کوله چې په زور سره يو مامور د خپل موټر لاندې کړي.

خو د مينياپوليس ښاروال جېکب فري د فدرالي حکومت دريځ «بې‌مانا» بللی او غوښتنه يې کړې چې د مهاجرت او ګمرک ادارې ماموران له دې ښار څخه ووځي. نوموړي ټينګار کړی چې د مهاجرتي عملياتو پراختيا کولای شي د ښارونو په سيمو کې د بې‌اعتمادي او تاوتريخوالي د زياتېدو لامل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button