سياستمهم خبرونه

د کابل او اسلام‌اباد خبرې بن‌بست ته رسېدلې؛ ترکیې د منځګړيتوب له هڅو لاس واخيست

د هند د «سي‌ان‌ان نيوز ۱۸» د راپور له مخې، ترکیې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د ډيپلوماټيکو هڅو له بې‌نتيجې پاتې کېدو وروسته، د منځګړيتوب له رول څخه شاتګ کړی دی.

د راپور له مخې، څو پړاوونه خبرې چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په منځګړيتوب ترسره شوې وې، پرته له کومې څرګندې لاسته راوړنې پای ته رسېدلې دي. د کابل چارواکو د پاکستان وړانديزونه چې د پراخ توافق لپاره وړاندې شوي وو، «نامشروع» بللي او رد کړي يې دي.

سي‌ان‌ان نيوز ۱۸ زياتوي چې د ترکیې چارواکو په رسمي توګه اسلام‌اباد ته خبر ورکړی، چې د طالبانو اداره لا هم د پاکستان د اصلي امنيتي غوښتنو منلو ته چمتو نه ده؛ هغه موضوع چې د سرچینو په وینا، د انقرې د شاتګ اصلي لامل بلل کېږي.

راپور زياتوي چې د اوسني بن‌بست اصلي ټکی د پاکستان غوښتنې دي، چې پکې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ (ټي‌ټي‌پي) د غړو سپارل، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پنځه کيلومتره حايل سيمې جوړول، د افغان توکو د لېږد پر بهير سخت محدوديتونه او له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهير چټکول شامل دي. د طالبانو د ادارې چارواکو دغه غوښتنې په کلکه رد کړې او ويلي يې دي چې دا ډول غوښتنې د افغانستان پر حاکميت او صلاحيتونو پوښتنې راپورته کوي.

کارپوهان وايي، د دغه ډيپلوماټيک بن‌بست دوام کولای شي د دواړو هېوادونو پر امنيتي او اقتصادي وضعيت منفي اغېز وکړي او د طالبانو د ادارې سيمه‌ييز سياسي انزوا نوره هم ژوره کړي؛ هغه موضوع چې د بهرني سياست په برخه کې د لا روښانه او حساب‌ورکو تګلارو غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button