په هرات کې د زلزله ځپلي قوشاسیاب ښوونځي بېرته پرانیستل شو

په هرات ولايت کې د قوشاسیاب ښوونځی، چې د وروستيو زلزلو له امله زيانمن شوی و، له بيا رغونې وروسته يو ځل بيا د يو خوندي زدهکړيز چاپېريال په توګه خپلې چارې پيل کړې، او اوس ۸۰۰ زدهکوونکي پکې زدهکړې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو دفتر (UN-Habitat) د افغانستان لپاره په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا اقدام د زدهکوونکو د بېرته خپلو ټولګيو ته د ستنېدو او د خوندي زدهکړو د دوام زمينه برابروي.
دغه اداره ټينګار کوي چې د دغه ښوونځي بيا رغونه د ملګرو ملتونو د اماني صندوق په همکارۍ ترسره شوې او موخه يې د سيمې اوسېدونکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او تنکي ځوانانو، په ژوند کې د دوامدار بدلون رامنځته کول دي.
هرات له هغو ولايتونو څخه دی چې په وروستيو کلونو کې څو ځله د زلزلو شاهد پاتې شوی، او د ښوونيزو تاسيساتو زيانمنېدو د ماشومانو د زدهکړې د لاسرسي په اړه جدي اندېښنې زياتې کړې دي.




