د متقي او د عمان د بهرنيو چارو وزير ټليفوني خبرې د اړيکو د پياوړتيا لپاره

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دې وزارت سرپرست اميرخان متقي د عمان له سلطنت سره د بهرنيو چارو له وزير بدر بن حمد البوسعیدي سره په يوه ټليفوني خبرو کې د دوه اړخيزو اړيکو او د سوداګرۍ، ترانزيټ او ترانسپورټي همکاريو د پراخېدو پر اړتيا ټينګار کړی دی.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ټليفوني تماس د چهارشنبې په ورځ، د جدي مياشتې په اوولسمه نېټه ترسره شوی او دواړو لورو د کابل او مسقط ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا لارې چارې ارزولې دي.
اميرخان متقي د خبرو پر مهال خپل وروستی سفر عمان ته “ګټور” بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاويو تبادله د همکاريو د پرمختګ لپاره مهمه ګڼلې ده. نوموړي د عمان د بهرنيو چارو وزير ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عمان د بهرنيو چارو وزير ويلي، په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد د هوايي چلند يو تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي. هغه هيله څرګنده کړې چې د دې سفر پر مهال به د دوه اړخيزو همکاريو د پراخېدو لپاره هر اړخيزې خبرې وشي.




